د ننګرهار پوهنتون جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه.
یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په ګډو هڅو د پوهنتون په جامع مسجد کې ترسره شوه، چې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، دعوت او ارشاد مسؤلینو، یو شمېر استادانو او د ټولو پوهنځیو زرګونو تنو نویو جذب شویو محصلینو په کې ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د مسؤلینو له خوا جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون د علمي او تدریسي بهیر، محصلانو ته د خدمتونو، تحصیلي چاپېریال، امکاناتو، اسانتیاوو، د محصل مکلفیتونو او د پوهنتوني ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام په خپله وینا کې جدیدالشمول محصلینو ته ښه راغلاست ووایه، د علم او زدهکړې پر ارزښت یې خبرې وکړې، هغوی ته یې د اسلام مقدس دین څخه د دفاع، وطن او ځان جوړونې اړوند انګېزه بښوونکې خبرې وکړې.
د پوهنتون رئیس وویل، د یو ملک راتلونکی د ځوان نسل له علمي کچې، فکري ویښتیا او د مسؤلیت له احساس سره مستقیم تړاو لري او ځوانانو ته پکار ده، چې په خپلو مقاصدو او مسؤلیتونو کې غفلت ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي نظام او افغان ملت ټول امېدونه ځوانانو پورې تړلي، اقتصادي او نور مشکلات باید د ځوانانو د تحصیل مانع ونه ګرځي او هر ځوان باید په قوي ارادې، استقامت او همت سره مسلکي پوهه ترلاسه او د دښمن په مقابل کې په کامل درایت سره د اسلام او وطن دفاع وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي په خپلو خبرو کې د وخت په ارزښت او ننګرهار پوهنتون په ځانګړتیاوو خبرې وکړې او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ځانونه د وخت له ضایع کېدو وساتي، یو واضح هدف وټاکي او د تخصصي پوهې ترلاسه کولو لپاره د استادانو له تجربو ګټه واخلي.
د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف او د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي د خپلو امریتونو د کړنو اړوند محصلینو ته معلومات وړاندې کړل او هغوی یې د پوهنتون اصولو درناوي او دعوتي امورو کې اطاعت ته راوبلل.
غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور په دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
