د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د ساري ناروغیو مخنیوي او لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې او ارزونې عمومي مدیریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ساري او انتاني ناروغیو د مخنیوي او لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهنمل ډاکتر اسماعیل صافي ارایه کړ، چې پر مهال یې د ساري او انتاني ناروغیو د پېژندنې، د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي لارو چارو، د روغتیايي وقایې اصولو او په بېړنیو حالاتو کې د لومړنیو روغتیايي مرستو د ترسره کولو په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو آمر قاري جمیل محسن په پرانیستونکې وینا کې د سیمینار په ارزښت، د روغ صحت اهمیت او پاکوالي اړوند خبرې وکړې.
نوموړي وویل، د دې سيمینار موخه د اداري او خدماتي کارکوونکو د روغتیايي معلوماتو او پوهاوي کچې لوړول، ساري ناروغیو مخنیوي کې مسؤلیت پېژندنه او په بېړنیو روغتیايي حالاتو کې د اولیه صحي مرستو له طریقو سره د هغوی بلدتیا وه.
په پای کې ګډونوالو د موضوع اړوند خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د سیمینار وړاندې کوونکي استاد له لوري ورته لازم ځوابونه او وضاحتونه ورکړل شول.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
