ننګرهار پوهنتون کې د ۲۱ کادري بستونو لپاره له ۴۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ننګرهار، لغمان، کندوز، میهن او افغان پامیر امارتي او خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو محترم وزارت او ننګرهار پوهنتون ګډ ممتحنه هیئت په حضور کې کرنې پوهنځي کې واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي، د استادانو چارو آمر پوهنمل مولوي محمد طارق مخلص او لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر محترم مولوي حامد د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په هکله ډاډ ورکړ.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
