اداري او مالي چارو معاونيت

د اداري او مالي چارو معاونیت د پوهنتون د مالي، اداري او ساتنې پالیسیو جوړولو، د بودجې ترتیب او تحقق څارنه، د بودجې دفاع، د کارکوونکو ګومارنه، د اړتیا وړ توکو او وسایلو تهیه او تدارک کول، د ترانسپورت او معلوماتي ټکنالوژۍ څخه څارنه او کنترول یې مهمې دندې دي.  

د اداري او مالي چارو مرستیال د لاندې دندو د ترسره کولو مکلفیت لري:

  1. ټاکلو موخو ته د رسېدو په خاطر د اړوند معاونيت  د اوونيز، مياشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو ترتيبول.
  2. د کړنو د تنظيم او ټاکلو موخو د تحقق په خاطر د مالي، اداري، بشري سرچينو او تدارکاتو د پاليسيو طرح او ترتيبول.
  3. د عادي او انکشافي بودجې د مصارفو د تامين او د عوايدو د تنظيم په خاطر د بودجوي اړتياوو پيشبيني او د هغې د تحقق څخه څارنه او نظارت کول.  
  4. په پوهنتون کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تشکيل، استخدام، روزنې، سوانحو او حاضرۍ چارو مديريت او څارنه کول.
  5. د معلوماتي ټکنالوژۍ، ترانسپورت، ترميماتي خدماتو، نشراتو او حفظ او مراقبت څانګو د اجرااتو مديريت او څارنه کول.
  6. د پوهنتون د پاکۍ، حفظ او مراقبت، ترانسپورت او تهيه او تدارکاتو چارو مديريت او څارنه کول.
  7. د پوهنتون د ټولو داخلي مصارفاتي، تادياتي او عوايدو د تنظيم چارو مديريت، څارنه او کنترول کول.
  8. د محصلينو د روغتيايي، غذايي او اوسېدنې چارو ته د رسېده ګۍ په خاطر د ليليې اړوندو ټولو مسايلو مديريت، کنترول او څارنه کول او د اړوندو مقرراتو سره سم ورته د بدل اعاشې توزيع کول.
  9. د لاس لاندې کارکوونکو څخه د مياشتنيو، ربعوارو او کلنيو راپورونو ترلاسه کول او د اړوندو څانګو د فعاليتونو د پرمختګ او لاسته راوړنو څخه د خبراوي په موخه يې ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.
  10. د پوهنتون د برنامو د تنظيم او د مالي، اداري او بشري سرچينو د اړتياوو د تامين په خاطر د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معينيت، د مالي او اداري، بشري سرچينو او د پلان او پاليسۍ رياستونو سره د همغږۍ رامنځته کول.
  11. په سمه توګه د پوهنتون د اکاډميکو چارو او فعاليتونو د کيفيت لوړاوي د مديريت او نظارت په برخه کې همکاري کول.
  12. د بشري سرچينو رياست سره په همغږۍ د ملکي خدمتونو د قانون له غوښتنو سره سم د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزيابي کول.
  13. د موخو د تحقق په خاطر د اړوندې څانګې څخه د مياشتني، ربعوار، کلني او د اړتيا په صورت کې د ګزارش وړاندې کول.
  14. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د قوانينو، مقرراتو او د وزارت د اهدافو سره سم د ذيصلاح مقاماتو له خوا سپارل کېږي.picture