د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون د تشکیلاتو بیاکتنه او ارزونه ترسره کړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۲:۳
image

 

د مولوي آغا په مشرۍ د ارزوونکو یاد درې کسیز پلاوی د سلواغې په ۱۰مه نېټه ننګرهار پوهنتون ته راغلی ؤ، چې د څلورو ورځو په موده کې یې ددې پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د اړوندو پوهنځیو، تدریسي روغتون او اداري څانګو د تشکیلاتو لیدنه او ارزونه وکړه او د یادو برخو اړتیاوې یې په ګوته کړې.

د راغلي پلاوي مشر مولوي آغا د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام له حکم سره سم د بشري سرچینو ریاست او د تشکیلاتو د بیاکتنې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د اړتیاوو او لازمي تعدیلاتو په موخه د پوهنتونونو د تشکیلاتو بیاکتنه او ارزونه ترسره کړي.

نوموړي وویل: په همدې موخه یې ننګرهار پوهنتون ته سفر کړی، چې ددې پوهنتون تشکیلاتي ارزونه ترسره کړي او د اړتیا په صورت کې ورته د نویو بستونو تدارک وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت مقام مننه وکړه، چې د پوهنتونونو ستونزو ته رسېده ګي کوي.

نوموړو وویل، ننګرهار پوهنتون له ډېره وخته په علمي او اداري برخو کې د تشکیل او بستونو د کمي سره مخ ؤ، چې د پوهنتون ادارې د بار بار غوښتنو سره ورته لازمه پاملرنه نه وه شوې.

هغوی راغلي پلاوي ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون د ټولو برخو د تشکیلاتو دقیقه ارزونه وکړي او د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې راغلي پلاوي د څلورو ورځو په موده کې ددې پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د اړوندو پوهنځیو، تدریسي روغتون او اداري څانګو د تشکیلاتو لیدنه او ارزونه وکړه او د یادو برخو اړتیاوې یې د پوره کولو په موخه په ګوته کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو له پېښې وروسته د محل د بررسۍ کولو تمثيل وړاندې کړ.

ياده تمثيلي صحنه، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو انسجام امريت اړوند د حقوقي کلينک عمومي مديريت له لوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال محفوظ الله عارفي په مرسته او لارښوونه د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو ته د ویناوالۍ په برخه کې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي د عامه اړیکو څانګې محصلینو ته دایر شوی و، د پای په مراسمو کې یې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu