ټولنیزو اړېکو او ژورنالیزم پوهنځی

لنډه پېژندنه

ژورنالېزم پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په کال۱۳۹۰هجري لمریز  کې تاسیس او تر دې دمه یې په اتو دورو کې یې د ۱۹ ښځینه ؤ په ګډون (۸۶۷) تنه ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دغه پـوهنـځـی دمـګــړۍ درې څــانــګــې ( راډیوټلویزیون، مطبوعات او عامه اړیکې) لري، چې په هره څانګه کې یې محصلین په زده کړو بوخت دي. په ټوله کې ژورنالېزم پوهنځی ۴۲۰ تنه برحال محصلین لري، چې د تدریس چارې یې د ۱۵ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

picture

لید لوری

ژورنالېزم پوهنځی غواړي، چې د هېواد او سيمې په کچه د معياري زدهکړو، رسنيزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي اداره شي.

ماموریت

ژورنالېزم پوهنځی د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په ملي او نړۍواله کچه محصلانو ته د معياري زدهکړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمينه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو د رسنيز چوپړ په موخه مسلکي او ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

موخې

د هرې بريا لوی لامل د دقيقو او ځانګړو موخو ټاکل دي. په ورځني ژوند کې موخې فردي او اداري تګلاره روښانه کوي. د موخو ټاکنه په راتلونکي پورې اړه لري، چې هر بنسټ/اداره هغو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

۱- د ژورنالېزم او ارتباطاتو په مسلکي زده‌کړو کېديني، ملي، کلتوري ارزښتونو ته پاملرنه.

۲- د اسلام او نافذه قوانينو په رڼا کېد بيان آزادۍ پولې معلومول او د لوېديځوالو له آزاديو توپيرول.

۳- د ژورنالیزم او ارتباطاتو په علمي او تخصصي زده‌کړو کې پر ځان بساينه.

۴- نړيوالو معيارونو ته په کتو له نظري او عملي اړخه د زده‌کړو کيفيت لوړونه او پراختيا.

۵- په اسلامي، ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو سمبال ژمن او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې کول.

۶- د ټولنې د اړتيا له مخې ګټورو علمي او رسنيزو څېړنو ته زمینه برابرول.

۷- له داخلي او نړيوالو اکاډمیکو بنسټونو سره د دوامداره علمي همکارۍ/توأميتونو لرل.

۸- له کاري ونډه‌والو سره د نصاب ښه والي او کاري فرصتونو رامنځته کولو په پار مناسبې اړيکې او همغږي.

۹- په کاري مارکېټ کې د ځای موندنې په پار د فارغانو وړتياوې او مهارتونه لوړول.

۱۰- د ژورنالېزم او ارتباطاتو د پرمختګ لپاره د داخلي او نړيوالو بنسټونو ملاتړ تر لاسه کول.

۱۱- د نړۍ په کچه علمي بدلون او کاري مارکېټ اړتياوو ته په کتو درسي نصاب معياري کول.

۱۲- د ژورنالېزم او ارتباطاتو په څانګه کې د ماسټرۍ زده‌کړو برنامې پيلول.

۱۳- د کادري غړو د تخصصي پوهې او علمي درجو لوړونې په پار ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو زمينه برابرول.

څانګې

  • مطبوعات
  • عامه اړيکې
  • راډيو تلويزيون

تفاهملیکونه

ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي د علمي ظرفیتونو د لوړاوي په منظور د امريکا د متحده ايالاتو اريزونا پوهنتون، د جرمني هیواد له لیبزیک پوهنتون، د جرمني هیواد له دویچویلې اکاډمۍ، خوست پوهنتون ژونالیزم پوهنځي، پکتیا پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي، ننګرهار ملي راډیو ټلویزیون، د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست، کلید راډیو، شایق رسنیز مرکز، نی خپلواکو رسنیو ملاتړ ادارې سره د خپلو علمي کادرونو د لا پياوړتیا په موخه د همکارۍ پارتنرشیپونه لاسلیک کړي دي.

تحصیلیي نصاب

User account menu