اقتصاد پوهنځي

لنډه پېژندنه

اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۳ لمریز لېږدیز کال د ننګرهار پوهنتون د انکشافي پلان له مخې تاسیس او رسماً یې په فعالیت پیل وکړ. تر دا مهاله یې ټولنې ته په زرګونو علمي کادرونه په مسلکي ډول روزلي دي چې د هیواد عامه ادارې او خصوصي سکتور په بېلا بېلو برخو کې په خدمت بوخت دي، دغه پوهنځي په پېل کې د ملي اقتصاد پلان جوړونې او سوداګرۍ په نوم دوه څانګې لرلې، خو اوس دغه پوهنځي یو څه پراختیا پیدا کړې ده او په خپل تشکیل کې لاندې څلور څانګې لري.

  1. ملي اقتصاد څانګه
  2. سوداګرۍ څانګه
  3. اداره او منجمنټ څانګه
  4. مالي او بانکي چارو څانګه
picture

ددې پوهنځي د علمي کادر غړي په پورته څلورو څانګو کې شاوخوا (۶۸۰) تنه محصلانو ته د اقتصاد، منجمنټ، کاروبار، سوداګرۍ، او بانکدارۍ په برخه کې روزنه ورکوي، نوموړي پوهنځي له تأسیسه تر دې دمه په څلور دېرش (۳۴) تحصیلي دورو کې شاوخوا درې زره دوه سوه پنځه دېرش (۳۲۳۵) فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي چې یاد فارغان د هېواد په بېلا بېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه لاس په کار دي، د تحصیل دوره د اتو(۸) سمسترونو په دوران کې چې څلور(۴) کاله په برکې نیسي تکمیلېږي، د نوموړي پوهنځي محصلین مهم مسلکي مضامین لکه ملي اقتصاد،نړیوال اقتصاد، لوی اقتصاد، کوچنی اقتصاد، بازارموندنه، بانکداري، تمویل، پانګه اچونه، منجمنټ، محاسبه، احصائیه او نور لولي. په تیرو دوه لسیزو کې نوموړي پوهنځي دوه نوې څانګې، د اداره او منجمنټ (BBA) او د مالي او بانکي چارو په نوم پرانیستلې، د یاد پوهنځي د پلان له مخې په نږدی راتلونکې کې غواړي چې دوه نوري څانګې (احصایه او ایکانومیتري او اسلامي اقتصاد) هم پرانیزي. د اقتصاد پوهنځي ددې ترڅنګ د محصلینو د علمي او مسلکي پیاوړتیا او لوړتیا لپاره یو عصري او په ټولو سهولتونو مهیا مجهز کتابتون چې له زرو ټوکو څخه د زیاتو کتابونو لرونکی دی جوړ کړی تر څنګ یې د محصلانو د عملي زده کړو په موخه یو مجهز او په ټولو سهولتونو اراسته کمپیوټر لیب جوړ کړی دی.

په پورته څلورو څانګو سر بېره دا پوهنځی د کاروبار مدیریت په برخه کې د ماسترۍ یوه برنامه، چې په ۱۳۹۶ لمریز لېږدیز کال یې د USWDP په مالي او تخنیکي مرسته په فعالیت پیل کړی دی هم لري، په یاده برنامه کې د لومړي ځل لپاره (۳۰) دیرش تنه محصلان جذب شوی وو چې د تدریس دوره یې د معتبرو با تجربه استادانو لخوا پر مخ بیول کېده، دا لړۍ اوس هم جاري ده او یادې برنامې تر دې مهاله پنځه دورې ماسټران د کاروبار د مدیریت په برخه کې روزلي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ماموريت

اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصاد، مالي او بانکداري، بازارموندنې، کاروبار اداره، سوداګرۍ او منجمنټ په بېلا بېلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ، ملي احساس، د وړتیا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي او اکاډمیک کادرونه وړاندې کړي.

ليدلوری

اقتصاد پوهنځی غواړي چې د خپلو علمي او نوښتګرو مهارتونو په مرسته د اقتصادي، مالي چارو، منجمنټ او کاروبار په څانګو کې د ښه کیفیت په درلودولو سره په لومړي قدم کې په ملي کچه او په دویم قدم کې د سیمې په کچه یو پیژندل شوی پوهنځی وي.

موخې

د اقتصاد پوهنځي فارغان وروسته له فارغیدو څخه باید وتوانیږي چې د اقتصاد د علم د زده کړې څخه په استفادې د هیواد په کچه اقتصادي ستونزې وپیژني او د حل په اړه یې د تصمیم نیونې توانايي ولري، د نوې ټکنالوژۍ په استعمال سره په اقتصادي، مالي او سوداګریز ډګر کې رغنده رول ولوبوي، همدارنګه د کاروباري ماحول تحلیل، تجزیه او پر اساس یې د کاروبار لپاره لازمې پالیسۍ او ستراتیژیک پلانونه طرحه کړی شي، سربیره پر دې د مدیریت علم په پیژندلو سره په عامه او خصوصي سکتورونو کې د پالیسیو، ستراتیژیو او ستراتیژیکو پلانونو د عملي کولو لپاره د اغیزمنو مدیریتي تخنیکونو او مهارتونو څخه استفاده وکړي.

تواميتونه

اقتصاد پوهنځی د علمي ظرفیتونو د لوړاوي په منظور المان، هندوستان، مالیزیا، بلغاریا، پاکستان او جاپان هیوادونو سره د فیلوشپ او سکالرشیف پروګرامونه او د خپلو علمي کارونو د لا پیاوړتیا په منظور د المان هیواد رور بوخم پوهنتون او د امریکا متحده ایالاتو کینټاکي او ماساچسیت پوهنتونونو سره پارټنرشیپونه لري.

څانګې

اداره او منجمنټ (BBA) څانګه

د اداره او منجمنټ څانګه د اقتصاد پوهنځي تر تأسیس کیدو ډېر وروسته رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځي ددې څانګې د رامنځته کېدو په پار هڅې او کوښښونه پېل کړل او د همدې هڅو او منډو ترړو پایله وه چې په ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو جلیله وزارت لخوا منظور شوه. یادې څانګې تر دې مهاله د پام وړ فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې په خدمت مصروف دي. اداره او منجمنټ څانګې تر دې مهاله مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د ښه کیفیت پایله یې په اداراتو کې څرګنده ده، اوسمهال په یاده څانګه کې د اته تنه استادانو لخوا شاوخوا (۱۶۵) تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي. د استادانو لخوا د عصري وسایلو په کارولو سره محصلان روزل کېږي، د څانګې د نورو پرمختګونو په موخه په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې په عصري او نوې فکره سمبال کادرونه په یاده څانګه کې جذب کړو او ددې څانګې د پرمختګ سبب شي.

د سوداګرۍ څانګهCommerce

د سوداګرۍ (Commerce) څانګه د اقتصاد پوهنځي د تأسیس کیدو سره سمه رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځی ددې څانګې د رامنځته کېدو  لپاره پلان جوړ او  په ۱۳۶۳ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا منظور شوه. یادې څانګې تر دې مهاله ډېر فارغان ورکړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې او خصوصي سکتور کې په خدمت مصروف دي. په یاده څانګه کې د اووه تنه استادانو لخوا شاوخوا ۱۷۱ تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي.

ملي اقتصاد څانګه

د ملي اقتصاد څانګه په ۱۳۶۹ لمریز لېږدیز کال کې تأسیس شوې ده، چې په هیواد کې د اقتصاد د عمومي ساحو لپاره کدرونه روزي، دا څانګه د اړتیا پر بنسټ د لوړو زده کړو د وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام له تائید وروسته رامنځته شوه، دې  څانګې په برییالیتوب سره تر اوسه پورې په زرګونه فارغان ټولنې ته  وړاندی کړي، دا څانګه چې د ملي اقتصاد د پلان جوړونې څانګې تر نامه لاندې رامنځته شوې وه تر څنګ یې د شرایطو او وخت د بدلونو سره سم د څانګې لخوا په درسي نصاب کتنه کیږي او اړین مضامین په نصاب کې داخل او ځينې چې د وخت د شرایطو او تقاضا سره اړخ نه لګوي حذف کیږي.

مالي او بانکي څانګه (Finance & Banking)

مالي او بانکي څانګه چې په لنډیز سره د (F&B ) په توګه لیکل او یادیږي،  نه یواځې  ننګرهار پوهنتون کې، بلکې اوس په ټوله نړۍ کې یوه مهم دیپارتمنت دی چی د مالی مدیریت، مالی خطرونو، بانکی چارو او د دارايي یا شتمنیو په هکله مسایل تدریس او په دغو ډګرونو کې علمي تحقیق او څیړنې کوي. دغه  څانګه په ننګرهار پوهنتون کې له ۱۳۹۱ لمریز لېږدیز کال څخه را په دېخوا تاسیس شوې ده.

تحصيلي نصاب

ادارې او منجمنټ څانګې تحصيلي نصاب

picture

دملي اقتصاد څانګې تحصيلي نصاب

picture

دسوداګرۍ څانګې تحصيلي نصاب

picture

دمالي او بانکي چارو څانګې تحصيلي نصاب

picture

 

User account menu