ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۵۳
Picture

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمر مولوي سعید الله عــــمــــــــري د سپورت په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزمن وبلل. 

د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ د پیل شویو سیالیو په اړه وویل، چې له دې سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول دي او لوبغاړو ته یې د سپورتي اخلاقو او اصولو رعایت سپارښتنه وکړه.

د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، چې په کې د اقتصاد پوهنځي لوبډلې د ژورنالېزم پوهنځي لوبډلې ته او  فامیلیو لوبډلې د انجينرۍ  پوهنځي لوبډلې ته ماته ورکړه. 

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu