PastShow all
د جلال آباد ښاروالۍ او د غصب څخه د مخنیوي تخنیکي کمېسون له لوري د مولانا قیام الدین خادم ښارګوټی رسماً د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو او استادانو ته وسپارل شو.
د ننګرهار پوهنتون د استادانو یاد ښارګوټی د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اتمې ناحیې په بحراباد سیمه کې موقعیت لري، چې د جوړېدو چارې یې له څه مودې راهیسې ځنډېدلې وې، چې د قانوني اسنادو د. . .
د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.
په نوموړي کاري ناسته کې، چې د سلواغې په ۱۰ مه نېټه په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون د تشکیلاتو بیاکتنه او ارزونه ترسره کړه.
د مولوي آغا په مشرۍ د ارزوونکو یاد درې کسیز پلاوی د سلواغې په ۱۰مه نېټه ننګرهار پوهنتون ته راغلی ؤ، چې د څلورو ورځو په موده کې یې ددې پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د اړوندو پوهنځیو،. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون کلنۍ بیاکتنه او ارزونه ترسره کړه.
د ارزوونکو یاد اته کسیز پلاوی د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د مرغومي په ۲۵مه نېټه ننګرهار پوهنتون ته راغلی ؤ، چې د یوې اوونۍ په. . .
د ننګرهار پوهنتون د مخې پلې لارې، ویالې او ګلدانونو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې او بشپړېدو ته نږدې شوي دي.
په یاده رغنیزه پروژه کې یو کیلومتر او ۱۲ متره پلې لاره، ویاله، ګلدانونه او د پوهنتون د عمومي دروازې جوړېدل شامل دي، چې د جلال آباد ښاروالۍ له خوا د UNOPS ادارې د ۲۳.۴ میلیونه افغانیو. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.
د ارزوونکو یاد اته کسیز پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د مرغومي په ۲۵مه نېټه د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د تضمین. . .
ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دوکتورا درېیمې دورې د باحثینو پروپوزل دفاع غونډه جوړه شوه.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده غونډه کې د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د درېیمې دورې ۸ تنو سکالرانو له خپلو پروپوزلونو څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.
د دفاع په یادو مراسمو کې د. . .
د ننګرهار پوهنتون د لارو، ویالو، ګلدانونو او چمنونو د پاکۍ او تنظیفاتو چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.
یادې چارې ددې پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې د مستقیمې څارنې لاندې د جلال آباد ښاروالۍ او د دې پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت کارکوونکو په مرسته دوام لري.
له نوموړي بهیر سره د UN. . .
د لوړو زده کړو وزارت لوړ رتبه پلاوي د ننګرهار د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د فوق لیسانس برنامو ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ شپږ کسیز پلاوي د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح په ملتیا ددې پوهنتون د. . .