دڅېړنو او علمي مجلو معاونيت

د څېړنو او علمي مجلو معاونیت د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې نوی رامنځته شوی معاونیت دی. یاد معاونیت د پوهنتون د څېړنو،  ژورنالونو، لابراتوارونو، کتابتونونو او څېړنیزو مراکزو پورې اړوندې چارې تنظیموي.

د څېړنو او علمي مجلو مرستیال د لاندې دندو پر ترسراوي مکلف دی:

  1. د استادانو لپاره د غوره او اغېزناکو څېړنو د ترسره کولو لپاره د شرایطو برابرول.
  2. د ټولنې عیني ستونزو د حل په موخه د څېړنو لپاره د نورو ادارو )معارف، زراعت، اقتصاد، صحت، عدلي او قضايي، اجتماعي مصؤنیت او زیر بنا( سره همغږي کول.
  3. په تعلیمي او تحصیلي موسسو کې د څېړنې لپاره د پلانونو جوړول او د هغو تطبیقول.
  4. د ملي او نړۍوالو کنفرانسونو لپاره زمینه برابرول، تر څو د ګډونوالو او شریکانو له تجربو څخه اغېزناکه ګټه پورته شي.
  5. د څېړنو، ژورنالونو، لابراتوارونو او کتابتونونو معاونیت لپاره د کاري کلني او ستراتېژیک پلان جوړول.
  6. په څېړنو، ژورنالونو، لابراتوارونو او کتابتونونو پورې د اړوندو مقررو، لایحو او طرزالعملونو څارنه او بیاکتنه.
  7. د علمي څېړنې کمېټې او د لوړو زده کړو موسسو د خپرونو د کمېسون مشري.
  8. د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوند فعالیتونو څارنه او کتنه.
  9. په اداري ستراتېژیک پلان کې همکاري او د اسانتیاوو رامنځته کول.
  10. د غوره څېړنو د ترسره کولو لپاره د قوانینو مطابق د ملي او نړۍوالو بنسټونو د مرستو راجلبول.
  11. له پوهنتونونو، علمي مرکزونو، ملي او نړۍوالو بنسټونو سره د ګډو څېړنیزو پدیدو رامنځته کول.
  12. د څېړنې د ودې او پرمختګ لپاره له معتبرو ملي او نړۍوالو پوهنتونو سره د څېړنې د همکارۍ په برخه کې د تړونونو لاسلیکول.
  13. محصلان، استادان او کارکوونکي خلاقیت او نوښتونو ته د هڅونې په موخه د هغوی لپاره د مناسبو شرایطو برابرول.
  14. د محصلانو او علمي چارو معاونیتونو په همغږۍ د محصلانو د مونوګرافونو څارل او د غوره مونوګرافونو،
    خلاقو او مبتکرو استادانو، محصلانو او محققانو پیژندنه، تشویق او د هغو سره لازمه همغږي کول.
    picture

User account menu