انجينري پوهنځی

انجنیري  پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د وخت اړتیاوو ته په کتو په ۱۳۵۷ لمریز کال کې تاسیس شو. اوس مهال د څلورو ديپارتمنتونو (سېول انجنیري، اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې انجنیري، مهندسي انجینري او د تخنیکي مضامینو) لرونکی دی،  چې لومړنی درې دیپارتمنتونه فارغ ورکوونکي دي او د تخنیکي مضامینو څانګه د فارغ ورکوونکو ديپارتمنتونو د مسلکي مضامینو لپاره د ملاتړ کوونکې او د ساینس اساسي مضامینو څخه جوړه شوې څانګه ده.

د انجنیري پوهنځي په څلورو واړو څانګو کې ۷۷۰ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې د تدریس چارې د ۳۳ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

picture

 

لرليد

انجینري پوهنځی به هڅه وکړي چې په ملي او منطقوي سطح  د ابتکار  او انجینري علومو یو مخکښ مرکز وي. دغه موخه به  د علمي څېړنو  ترسره کولو ته د لومړيتوب  او په دې برخه کې د اسانتياوو برابرولو او همدارنګه د معتبرو نړيوالو انجینري علومو له مراکزو سره د نږدې اکاډمیکو اړيکو د جوړولو په پايله کې لاسته راوړو.

ماموريت

په  تدریسي، څېړنو او د بازار د غوښتنو سره د مناسبو مسلکي  زده کړو لا پیاوړي کول دي، تر څو انجینري پوهنځی وکولی شي د مسلکي پوهې، لوړو اخلاقي معیارونو، ابتکاري نظرياتو او د رهبرۍ مهارتونو درلودونکي انجنیران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

څانګې

انجنیري پوهنځی څلور څانګې لري، چې په لاندې توګه ترې یادونه کوو:

  • سیول انجینري څانګه
  • اوبو زیرمو او چاپيریال ساتنې انجینري څانګه
  • مهندسي انجینري څانګه
  • تخنیکي مضامینو څانګه

تفاهمليکونه

انجنیري پوهنځی د ننګرهار ولایت دولتي سکتور ( ښاروالۍ، فوايد عامه، برېښنا، انکشاف دهات، سیندیزه حوزه، کانال) او همدارنګه د خصوصي سکتور د ( PMS-Japan, Community World Service Asia) ادارو سره د ګډو همکاریو تفاهملیکونه لري.

تحصيلي نصاب

دسېول انجينري د تخنيکي او مسلکي مضامينو لست

picturepicture

دمهندسي څانګې د تخنيکي او مسلکي مضامينو لست

picturepicturepicture

 

اوبو زېرمو او چاپېريال ساتنې انجينري څانګې د تخنيکي او مسلکي مضامينو لست

picturepicture

 

User account menu