ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دوکتورا درېیمې دورې د باحثینو پروپوزل دفاع غونډه جوړه شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۹:۱
image

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده غونډه کې د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د درېیمې دورې ۸ تنو سکالرانو له خپلو پروپوزلونو څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

د دفاع په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د فوق لیسانس برنامو آمر پوهنوال دوکتور نجیب الله صالح، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند سید محبوب شاه هاشمي، د دوکتورا برنامې آمر پوهاند دوکتور دل آقا وقار او د یادې برنامې د بورد غړو برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ددې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې څخه د PhD په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره به د لوړو زده کړو وزارت په ملاتړ د یاد پروګرام او ورته نورو اکاډمیکو برنامو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې دوکتورا پروګرام په ۱۳۹۳ لمریز کال کې رامنځته شوی، چې اوس مهال په کې ۱۰ تنه په زده کړو بوخت دي او ۱۹ تنه یې په دوه دورو کې فارغ کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه په پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان او له حفظ حلقې څخه د فارغو محصلینو دستار بندي ترسره شوه.

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو له ګڼو محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او همدارنګه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu