د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو، سالمې او مسؤلانه کارونې او اړونده برخه کې د رواني روغتیا د ثبات او ساتنې په اړه ګډونوالو ته معلومات ارایه شول.
د سیمینار وړاندې کوونکي استاد په وینا، د رواني روغتیا په اړه پوهاوی د محصلینو د فردي هوساینې ترڅنګ د هغوی پر علمي او مسلکي ظرفیت، ټولنیزو اړیکو او د زدهکړو بهیر پر کیفیت هم مثبت اغېز لري.
نوموړي زیاته کړه، چې محصلین باید ټولنیزې رسنۍ د علمي معلوماتو ترلاسه کولو، زدهکړو، مثبتو ټولنیزو اړیکو پراختیا او د تجربو شریکولو لپاره د یوې ګټورې وسیلې په توګه وکاروي او له ناسمې کارونې څخه یې ډډه وکړي، ځکه له حد زیاته کارونه یې په درسونو د تمرکز کموالي، اضطراب او ذهني نا ارامتیا سبب ګرځي.
په پای کې د موضوع په تړاو محصلینو خپلې پوښتنې او نظریات شریک کړل، چې د استاد له خوا ورته ځوابونه او اړین وضاحتونه ورکړل شول.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
