د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
انڅور

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو، سالمې او مسؤلانه کارونې او اړونده برخه کې د رواني روغتیا د ثبات او ساتنې په اړه ګډونوالو ته معلومات ارایه شول.

د سیمینار وړاندې کوونکي استاد په وینا، د رواني روغتیا په اړه پوهاوی د محصلینو د فردي هوساینې ترڅنګ د هغوی پر علمي او مسلکي ظرفیت، ټولنیزو اړیکو او د زده‌کړو بهیر پر کیفیت هم مثبت اغېز لري.

نوموړي زیاته کړه، چې محصلین باید ټولنیزې رسنۍ د علمي معلوماتو ترلاسه کولو، زده‌کړو، مثبتو ټولنیزو اړیکو پراختیا او د تجربو شریکولو لپاره د یوې ګټورې وسیلې په توګه وکاروي او له ناسمې کارونې څخه یې ډډه وکړي، ځکه له حد زیاته کارونه یې په درسونو د تمرکز کموالي، اضطراب او ذهني نا ارامتیا سبب ګرځي.

په پای کې د موضوع په تړاو محصلینو خپلې پوښتنې او نظریات شریک کړل، چې د استاد له خوا ورته ځوابونه او اړین وضاحتونه ورکړل شول.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu