ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو لپاره د اړوندو برخو له مسلکي اشخاصو څخه واخیستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو محترم وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست او د ننګرهار پوهنتون ګډ ممتحنه هیئت په حضور کې په اقتصاد پوهنځي کې واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي، د استادانو چارو آمر پوهنیار مولوي محمد طارق مخلص او لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي دوکتور فضل الربي یوسف د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په هکله ډاډ ورکړ.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
