د محصلانو چارو مرستیال د مرکزي لیلیې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۲:۴۷
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د دې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت او لیلیې عمومي مدیریت مسؤلینو په ملتیا د لیلیه محصلینو د استوګنځایونو، خوړنځي او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او مسؤلین یې خپلو مکلفیتونو ته متوجه کړل.
د لیدنې پر مهال د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د محصلینو ستونزو اورېدلو سربېره هغوی ته وویل، چې د لیلیې نظم، پاکوالي او مقرراتو رعایت ته ژمن پاتې شي او خپلې اړتیاوې او ستونزې اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي.
نوموړي همداراز محصلین خپلمنځي یووالي او ورورګلوۍ ته وهڅول او سپارښتنه یې ورته  وکړه، چې د اسلامي شریعت ارشادات په خپل ژوند کې عملي، د خپل ظرفیت لوړونې لپاره دوامداره مطالعه ترسره او راتلونکو ازموینو ته چمتووالی ونیسي.
لیلیه محصلینو د پوهنتون له مرستیال څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

BACK TO NEWS

User account menu