ننګرهار پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۶
picture

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح او په اړه یې د پوهاوي په موخه جوړ شو.
د ورکشاپ پیلیزه وینا کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د کیفیت لوړاوي او اکاډمیک اعتبار اخیستنې او ساتنې په اهمیت او ګټو وینا وکړه او یاد ورکشاپ یې د پوهنتونونو د فعالیتونو بهبود او تحصیلي لړۍ پیاوړتیا لپاره د قدر وړ هڅه وبلله.
د قدرمن شیخ صاحب په وینا د نویو معیارونو تشریح نه یوازې د زده کړو او روانو پوهنتوني چارو کیفیت تضمینوي، بلکې دا به د نړیوالو نورمونو سره هم د پوهنتونونو کړنې او همغږي یقیني کړي. 
د غونډې په دویمه برخه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي د ورکشاپ د لومړۍ ورځې اجنډا مسایلو په هکله پرېزنټیشن ارایه کړ، چې په کې د ورکشاپ پېژندنې، د نویو معیارونو طی مراحلو، کیفیت لوړاوي تفصیلي تشریح او دوره یي بیا کتنې په هکله معلومات وړاندې او د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu