د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
picture

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په نوښت د پوهنتون په جامع مسجد کې جوړ شو.
د سيمینار پرانیستې وینا د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق َزلِف وکړه، چې په خپلو خبرو کې د سيمینار په مقاصدو وغږېد او زیاته یې کړه، چې د دې درې‌ورځني سيمینار څخه یې موخه د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو د دیني، علمي او فکري کچې لوړول، د اسلامي احکامو، اخلاقو او طریقو تطبیق او د ټولنې د اصلاح لپاره د اسلامي لارښوونو ترویج دی.
نوموړي زیاته کړه، چې ننګرهار پوهنتون نه یوازې د لوړو زده کړو یو با اعتباره مرکز دی، بلکې د ځوان نسل ديني او سالمې فکري روزنې مهم بنسټ ګڼل کېږي، چې یاده برخه کې یې هم خپل رسالت په سمه توګه ترسره کړی. 
 د یاد سيمینار په لومړۍ ورځ د امام ابوحنیفه رحمه الله ديني تخصصاتو جامعې استاد شیخ القران مولوي شاهدالله حقاني د تقلید اهمیت او اړتیا او په اسلام کې د ږیرې اهمیت موضوعات وړاندې او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
د سيمینار لومړۍ ورځ په دعا سره پای ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا ورته سيمینار طب پوهنځي کې هم استادانو او محصلینو ته دایر شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي څخه ۴۷ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي جیولوجي او کانونو څانګې څخه په ۸ مه دوره کې۴۷ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حمل میاشتې په ۲۴ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، پوهنځيو او تدريسي روغتون رئیسانو، د شورا غړو او استادانو په کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

BACK TO NEWS

User account menu