ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ پیل او په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۵۷
picture

یاده پروسه نن دوشنبه له ټاکلي وخت سره سم د سهار په ۴:۳۰ بجو پیل شوه، چې دوه ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د کانکور ازموینې د ورځې، شپې او څوارلسمو ټولګیو نږدې لس زره تنه ګډونوال بایومتریک شي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدران او د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رئیس مولوي معلم احمد حقاني په ملتیا له یادې پروسې لیدنه وکړه او د بایومتریک ټیم له غړو د مننې تر څنګ یې هغوی ته د یاد بهیر د لا ښه والي، نظم او بهبود په خاطر اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د بایومتریک روانه پروسه تر سبا د جوزا (۲۷ مې) پورې دوام کوي او د کانکور ازموینه د جوزا میاشتې په (۲۸ ـ ۲۹ او ۳۰ مه) نېټه، چې د روانې اوونۍ چهارشنبې، پنج شنبې او جمعې ورځو سره سمون لري، په ننګرهار پوهنتون کې اخیستل کېږي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

BACK TO NEWS

User account menu