د ننګرهار پوهنتون ۱۰۵ تنه محصلین د انګلیسي ژبې ګرامر روزنیز کورس څخه فارغ شول.
د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۱۰۵ تنه محصلین د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا جوړ شوي د انګليسي ژبې ګرامر له څلوېښت ورځني کورس څخه فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.
د مسؤلینو په خبره، یاد کورس چې هدف ترېنه د محصلینو د ژبنیو مهارتونو پیاوړتیا او د انګلیسي ژبې د ګرامري اصولو په برخه کې د هغوی روزنه وه، دوه ټولګي لرل او د تدریس چارې یې د استاد انورالحق عمر له خوا ترسره شوې.
د کورس پر مهال محصلینو ته د انګلیسي ژبې د ګرامر اساسي او اړین قواعد، زمانو کارونه، جملو جوړښت، ډولونه، لیکل، مکالمې او نور مربوطه موضوعات په نظري او عملي بڼه وښودل شو.
دې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام په خپلو خبرو کې د انګلیسي ژبې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، انګلیسي د نړۍ په کچه د علم، ټکنالوژۍ، څېړنو او نوښتونو ژبه ده، چې په زده کولو سره یې انسان کولای شي عصري علومو، تازه پرمختګونو، نویو وسایلو زده کړې او د تقاضا مطابق معلوماتو او مسایلو ته اسانه لاسرسی ومومي.
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې نړیوالې ژبې په معیاري توګه زده کړي، په مرسته یې معتبرې علمي سرچینې، څېړنیزې مقالې،کتابونه مطالعه او د خپلو مسلکونو اړوند معلومات او تجربې ترلاسه کړي.
د غونډې پرمهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي د جوړ شوي کورس بریالي ترسراوي او محصلینو ته د راتلونکو برنامو په اړه معلومات ورکړل او د کورس له روزونکي استاد یې مننه وکړه.
په پای کې له کورس څخه د فارغو محصلینو له ډلې درې تنو ممتازو محصلینو ته جوایز ورکړل شول.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
