د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئیس سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۶
picture

یاده غونډه چې د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې ترسره شوه، پر مهال یې د دواړو ادارو تر منځ په علمي او دیني برخو کې د همکاریو په پیاوړتیا خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلې وینا پر مهال د دیني ارزښتونو د خپرولو او د ټولنې علمي پرمختګ په برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د پیاوړې همکارۍ او ګډ کار په اړتیا خبرې وکړې او راتلونکي کې یې د متقابلو همکاریو په ترسراوي هوکړه وکړه.

ښاغلي هاشمي ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون محصلین به د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د فعالیتونو په تنظیم، علمي برنامو، ورکشاپونو او ديني سیمینارونو کې د خپلې پوهې پراختیا او همکارۍ په نیت برخه واخلي.

د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالستار سیرت په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون روان اکاډمیک او تحصیلي خدمتونه وستایل او د خپل ریاست اړوند بېلابېلو برخو کې یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي راتلونکي کې د ننګرهار پوهنتون او ارشاد حج او اوقافو ریاست تر منځ د کاملې همکارۍ او همغږۍ رامنځ کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

BACK TO NEWS

User account menu