د قرارداد ورکړې په اړه خبرتیا!

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۲:۲۶

ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د پوهنتون د تدریسي روغتون د اکسیجن، لابراتواري او رادیولوژي موادو د تدارک (MOHE/NU/1405/NCB/G-5) نمبر قرارداد چې مجموعي قیمت یې (10723450) افغانۍ دی د (84069) جواز نمبر لرونکي حیات شمس لوجیستیکي او خدماتي شرکت سره عقد کړي.

له همدې کبله ټول حکمي او حقیقي اشخاص چې د نوموړي قرارداد په اړه هر ډول نیوکه ولري کولی شي خپل اعتراض د دلایلو سره په لیکلي بڼه د خبرتیا له نشر تر پنځو ورځو پورې د ننګرهار پوهنتون ریاست ته چې د کابل – جلال اباد لویه لار- اوومه ناحیه – درونټه کې موقعیت لري وړاندې کړي.

اړینه یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت پوره کېدو پرته به قرارداد عقد نه شي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

د قرارداد ورکړې په اړه خبرتیا!

ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د پوهنتون د تدریسي روغتون د اکسیجن، لابراتواري او رادیولوژي موادو د تدارک (MOHE/NU/1405/NCB/G-5) نمبر قرارداد چې مجموعي قیمت یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۳۰ تنه محصلین د ویناوالۍ روزنیز کورس څخه فارغ شول.

یاد کورس چې څلوېښت ورځې یې دوام وکړ، د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته جوړ شوی و.

د کورس روزونکو په وینا، له دې روزنیزې برنامې فارغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د قرآن کریم اعجاز، تلپاتې عظمت او پیغام) تر سرلیک لاندې دیني او علمي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام له خوا تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته د پوهنتون په جامع مسجد کې سلګونو تنو لیلیه محصلینو ته ارایه شو.
د سيمینار. . .

BACK TO NEWS

User account menu