د قرارداد ورکړې په اړه خبرتیا!
ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د پوهنتون د تدریسي روغتون د اکسیجن، لابراتواري او رادیولوژي موادو د تدارک (MOHE/NU/1405/NCB/G-5) نمبر قرارداد چې مجموعي قیمت یې (10723450) افغانۍ دی د (84069) جواز نمبر لرونکي حیات شمس لوجیستیکي او خدماتي شرکت سره عقد کړي.
له همدې کبله ټول حکمي او حقیقي اشخاص چې د نوموړي قرارداد په اړه هر ډول نیوکه ولري کولی شي خپل اعتراض د دلایلو سره په لیکلي بڼه د خبرتیا له نشر تر پنځو ورځو پورې د ننګرهار پوهنتون ریاست ته چې د کابل – جلال اباد لویه لار- اوومه ناحیه – درونټه کې موقعیت لري وړاندې کړي.
اړینه یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت پوره کېدو پرته به قرارداد عقد نه شي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره
