د ننګرهار پوهنتون ۱۳۰ تنه محصلین د ویناوالۍ روزنیز کورس څخه فارغ شول.
یاد کورس چې څلوېښت ورځې یې دوام وکړ، د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته جوړ شوی و.
د کورس روزونکو په وینا، له دې روزنیزې برنامې فارغ محصلین به وکولی شي، چې په علمي غونډو، بحثونو، کنفرانسونو او نورو ځایونو کې خپل افکار، موضوعات او مسلکي معلومات په منظمه، مستدله او قانع کوونکې ژبه وړاندې کړي.
د دې کورس د تدریس چارې د درې تنو استادانو نقیب الله خبیب، غلام حبیب عمرخېل او ریاض الله الکوزي له خوا ترسره شوې، چې په یاده موده کې یې محصلینو ته د ویناوالۍ بېلابېل تخنیکونه، د عامه وینا او رسمي ویناوو اصول، په اغېزناکه توګه د مطالبو وړاندې کولو لارې چارې، د مخاطبینو پر وړاندې د ډاډمن حضور او جذابې وینا مهارتونه په نظري او عملي بڼه وښودل.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
