د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او کړنو راپور لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۲۶
انځور

یاد ورکشاپ د کارکوونکو چارو امریت په هڅو د ننګرهار ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دوه تنو کارپوهانو له خوا د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د ټولو اداري څانګو امرینو او مدیرانو په کې ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو آمر قاري جمیل محسن په پرانیستې وینا کې د ورکشاپ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې معیاري پلان جوړونه او د فعالیتونو منظم راپورونه ترتیبول د اداري چارو ښه والي او ارزونې لپاره ډېر اړین دي.

نوموړي د ورکشاپ ارایه کوونکو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د جوړ شوي ورکشاپ له لارې به اداري کارکوونکي وکولی شي، د خپلو ورځنیو چارو انسجام او مستندوالی پیاوړی کړي.

د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې کارپوهانو عبدالله قاري بابا او کفایت الله عابر د ورکشاپ پر مهال د کلني پلان جوړونې، ترسره کړیو چارو ګذارش ترتیبولو، د کلنۍ ارزونې فورمې او اړوندو قوانینو په هکله تفصیلي معلوات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د مدني او جزايي دعواوو په اثبات کې د عدلي طب رول) تر عنوان لاندې روزنیز او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي فقې او قانون او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالۍ څانګو محصلینو ته د دې پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهنوال احمد شکیب زلمي له خوا د مدني او جزايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

ژبو او ادبیاتو پوهنځي خپل۷۳ تنه ممتاز محصلین وستایل.

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي فرهنګي کمېټې د دې پوهنځي د بېلابېلو څانګو (۷۳) تنه محصلین چې د تېرخزاني سمستر نهايي ازموینو په پایله کې یې د خپلو ټولګیو په کچه لوړې نومرې اخیستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې د ارزښت ترویج او اهمیت بیانولو په هدف د پوهنتون په داخلي کمپس کې د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره کړ.

یاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu