ننګرهار پوهنتون کې د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره شو.
د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د عامه روغتیا او چاپېریال ساتنې د ارزښت ترویج او اهمیت بیانولو په هدف د پوهنتون په داخلي کمپس کې د پوهاوي یو ورځنی کمپاین ترسره کړ.
یاد کمپاین چې د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهندوی عبدالواجد اسماعلیزي د مستقیمې لارښوونې لاندې ترسره شو، پر مهال یې د پوهنتون محصلین او منسوبین د سالمې روغتیا او پاک چاپېریال تأمین لپاره مسؤلانه چلند ته وهڅول شول او په دې برخه کې یې پوهاوی لوړ شو.
په دې کمپاین کې د پوهنتون کارکوونکي او محصلین وپوهول شول، چې څنګه فزیکي، بیولوژيکي او کیمیاوي ککړتیاوې په سمه توګه مدیریت کړي، سالم محیط رامنځ ته او انساني ټولنې ته د زیان رسېدو مخنیوی وکړي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې د فردي، ټولنیزې او چاپېریالي حفظ الصحې رعایت یو مهم دیني، فرهنګي او اخلاقي مسؤلیت دی او اړونده برخه کې کامله همغږي او جدي پاملرنه پکار ده.
د کمپاین په پای کې محصلینو د یادو موضوعاتو په هکله چاپ کړي بنرونه او لیکنې د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې نصب کړې، څو خلکو ته مثبت پیغام انتقال کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
