د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د مدني او جزايي دعواوو په اثبات کې د عدلي طب رول) تر عنوان لاندې روزنیز او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۳۱
انځور

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي فقې او قانون او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالۍ څانګو محصلینو ته د دې پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهنوال احمد شکیب زلمي له خوا د مدني او جزايي دعواوو په اثبات کې د عدلي طب رول په هکله روزنیز او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د سيمینار پر مهال د عدلي طب ارزښت او عملي رول په تفصیلي ډول تشریح شو او محصلینو ته څرګنده شوه، چې عدلي طب د حقوقي قضیو په حل او حقیقت موندلو کې اساسي ونډه لري او د یادې پروسې په ترسراوي سره د پېښو او جرمونو څرنګوالی روښانه کېږي.

د سيمینار وړاندې کوونکي استاد د موضوع په تشریح کې د عدلي طب پېژندنې، د عدلي طب په واسطه د دعواوو د اثبات تکتیکونو، د قتل او طبیعي مړینې توپیرونو، نسب تثبیت، ضرب او جرحه، د پېښې صحنې ارزونې، د عدلي راپورونو اهمیت او نورو مواردو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

په پای کې محصلینو پوښتنې وکړې او استاد له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu