د ننګرهار پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۸:۱۴
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې د چاپېریال ساتنې کمېټې د مسؤل پوهنوال سید اکرم هاشمي په مشرۍ ترسره شوه، د کمېټې د غړو سربېره د کرنې پوهنځي استادانو، د پوهنتون د ساتنې او څارنې او لیلیو عمومي مدیریتونو مسؤلینو هم په کې برخه لرله.

محصلینو ته د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونو جوړول، د پوهنتون اړوندو پوهنځیو او امریتونو ته د پاکۍ او سمسورتیا په خاطر د ساحو مشخصول، د پوهنځیو په کچه د محصلینو د رضاکارو کمېټو رامنځته کول، د کرنې پوهنځي په فارم کې د پوهنتون د اړتیا وړ نیالګیو کر او روزنه، د چاپېریال د تقویمي ورځو نمانځه او یو شمېر نور مسایل او موضوعات هغه څه وو، چې د غونډې پر مهال پرې بحث او پرېکړې وشوې.

د مجلس په وروستۍ برخه کې پوهنوال هاشمي د مجلس له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې ترسره شوې پرېکړې عملي او راپور یې په خپل وخت د کمېټې له رهبرۍ سره شریک کړي، چې د هغوی له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu