په افغانستان کې د ايران اسلامي جمهوریت سفیر د ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۵۴
image

 

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر دوکتور بهادر امینیان په جلال آباد ښار کې د یاد هېواد د جنرال قونسل مجید صادقي دولت آبادي په ملتیا د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په ياده لیدنه کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم او د یاد پوهنځي د دري څانګې استادانو هم برخه لرله، دواړو لورو د متقابلو علمي اړیکو د رامنځته کېدو پر شونتیا او پیاوړتیا خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په تېر کې د ايران اسلامي جمهوريت له مرستو او علمي همکاریو مننه وکړه، چې له ننګرهار پوهنتون سره يې په بېلابېلو برخو کې کړي او په راتلونکې کې یې د نوموړي هېواد له پوهنتونونو سره د متقابلو علمي اړیکو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي امینیان د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به په علمي، تدریسي، څېړنو، مقالو او کتابونو چاپ، تحصیلي بورسونو، علمي سفرونو او نورو بېلابېلو برخو کې د ننګرهار پوهنتون او د ایران د معتبرو پوهنتونونو تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو په برخه کې اقدامات تر سره کړي.

د مجلس په پاى کې راغلي پلاوي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې نه ليدنه وکړه او د یادې څانګې د تجهیز په اړه یې د څانګې استادانو او مسؤلینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu