ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ لمریز کال فوق لیسانس برنامو د کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱
PICTURE

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو، ژبو او ادبیاتو، اقتصاد او حقوقو پوهنځیو د ماسترۍ ۶ برنامو ته د کانکور ازموینې لپاره  د کاندیدانو د بایومتریک پروسه نن سهار په ۷ بجو پیل شوه، چې تر ۴ بجو به دوام وکړي او پر مهال به یې (۴۶۵) تنه بایومتریک شي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح او د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک رئیس مولوي معلم احمد حقاني په ګډه د بایومتریک پروسې څخه لیدنه وکړه او د بایومتریک ټیم له غړو د مننې تر څنګ یې هغوی ته د یاد بهیر د لا ښه والي او نظم په پار لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د کانکور یاده ازموینه به سبا ورځ (جمعه) په کرنې پوهنځي کې د سهار په ۶:۳۰ بجو پیل، څلور ساعته به دوام وکړي او په پایله کې به یې د ماسترۍ یادو برنامو ته (۱۸۰) تنه جذب شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu