ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۳ تحصيلي کال کانکور ازموينې د اخيستلو بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۸:۵۷
Picture

د کانکور د بایومتریک او ازموینې پروسه د چنګاښ/ سرطان په ۱۲ مه نېټه پیل او تر ۱۶مې نېټې یې دوام وکړ، چې د ۵ ورځو په موده کې پرته له کومې جزوي او جدي ستونزې پای ته ورسېده.
د یادې ازموینې په ترڅ کې د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له (۸۹۳۷) تنو فارغانو ازموينه واخيستل شوه.
یاده ازموينه د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون استادانو له خوا په پوره روڼتیا او شفافیت واخیستل شوه.
د ازموینې ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر مــ/ولوي معلم احمد حـ/ـقاني د مخه ښې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې د بایومتریک او ازموینې پروسې په نـظم، دسپلین، شفافیت او بریالۍ اخیستنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او هم یې په ښه توګه د دوی مېلمه پالنه وکړه.
نوموړي وویل:د ازموینو ملي اداره هڅه کوي، چې د کانکور پایلې د راتلونکې زمري / اسد میاشتې په اوایلو کې اعلان کړي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شــ/یخ انعام الله مدني د کانکور ازموینې په بریالۍ اخیستنه خوښي وښوده او یاده چاره یې د ازموینې ملي ادارې د راغلي ټیم او د ننګرهار پوهنتون د استادانو سربېره د ننګرهار ولایت مقام او امنیتي ځواکونو د هڅو او هلو ځلو پایله وبلله.
نوموړي د کانکور ازموینه یوه سرتاسري ملي پروسه یاده کړه، چې په وینا یې، د هېواد د ځوان کهول هیلې ورسره تړلي او تمه یې څرګنده کړه، چې په بشپړاوي سره به یې حق حقدار ته وسپارل شي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu