د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۹
picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو اکاډمیکو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یـاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام الله مدني او د سلام پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور مصباح الله عبدالباقي له خوا د غوايي په ۳ مـه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون مرستیالانو، استادانو او د سلام پوهنتون د تضمین کیفیت امر هم موجود وو.

په متقابل شکل د یو بل له امکاناتو، خدمتونو، او اکاډمیکو سرچینو څخه استفاده کول، علمي او څېړنیزو برخو کې همکاري درلودل، د استادانو او محصلینو لپاره ګډې علمي ناستې او سیمینارونه دایرول، د استادانو د علمي اثارو چاپول او په تدریس کې ترېنه استفاده کول او د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله او اوږدمهاله ګټورو برنامو ایجادول د یاد تفاهملیک اساسي ټکي دي.

د سلام پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور مصباح الله عبدالباقي ننګرهار پوهنتون په تاریخي او علمي لحاظ د هېواد ستر پوهنتون یاد کړ او نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره یې ددې پوهنتون د همکاریو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي د مننې تر څنګ وویل: خوښ دی، چې له ننګرهار پوهنتون سره یې په علمي، څېړنیزه او نورو برخو کې د ګډو فعالیتونو د ترسراوي او د متقابلو اړیکو او همکاریو درلودلو په موخه تفاهملیک لاسلیک کړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام الله مدني د علمي بنسټونو تر منځ دا ډول تفاهملیکونه د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او بډاینې په برخه کې ګټور وبلل او د سلام پوهنتون مسؤلینو ته یې راتلونکي کې په علمي او اکاډمیکو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

BACK TO NEWS

User account menu