د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Picture

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري مسایلو بحث او خبرې وشوې.

د یادې غونډې، چې په کې د ټولو پوهنځیو استازو ګډون کړی و، پیل کې د کمېټې مشر د خپلو کړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د مجلس غړو ته معلومات ورکړل او هم یې د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.

د مجلس په دویمه برخه کې د کمېټې د غړو له خوا د اجنډا مطابق د کمېټې تېرو کړنو ته کتنه وشوه، د پوهنځیو په کچه د جوړو شویو کمېټو د ترسره کړیو چارو راپورونه وغوښتل شول او نیمګړتیاوو او ستونزو ته حل لارې وموندل شوې.

د دیني، ملي او تقویمي ورځو نمانځل، د فرهنګي کمېټې د نوې لایحې ترتیب او د پوهنتون له علمي شورا څخه یې تائیدول، د پوهنتون په نوم د ساعتونو، جنتریو او نورو نشراتي توکو چاپول، محصلینو لپاره ډیټابیس جوړول، د فرهنګي کړنو د راپورونو او نورو اسنادو ترتیب، تنظیمول او محصلینو ته روزنیزې او ښوونیزې برنامې چمتو کول هغه څه وو، چې د مجلس پر مهال پرې هر اړخیزې خبرې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې. 

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۲:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې به راتلونکې سه شنبه د جوزا په لومړۍ نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کړنلارې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شي.
ازموینې د ټاکلي مهال وېش. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر- انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شول.

په يادو کاري ناستو کې، چې د ننګرهار پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون د علمي چارو، مالي او اداري چارو مرستيالانو، اړوندو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او ځينو آمرينو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د کرنې پوهنځي څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیخ انعام الله مدني د علمي، تدریسي او اداري چارو د ارزونې او څارنې په موخه له کرنې پوهنځي لیدنه وکړه.
د پوهنتون مشرتابه د پوهنځي د ریاست، ډیپارټمنتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS

User account menu