د کرکټ بورډ له خوا پیل شویو سیالیو کې د ننګرهار پوهنتون لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۸:۱۰
IMAGE

 

ننګرهار پوهنتون لوبډلې په پرله پسې توګه خپله درېیمه لوبه هم وګټله او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د ننګرهار څانګې له خوا په دې ولایت کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل شوي، چې د ننګرهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ۸ لوبډلې په کې برخه لري.

د ننګرهار پوهنتون لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي د غويي په ۲۴مه د روښان لوړو زده کړو موسسې سره ترسره کړه، چې یادې لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه راز یې دویمه او درېیمه سیالي د غويي په ۲۵ او ۲۶مه نېټه د الفلاح پوهنتون او نیشنل کرکټ اکاډمۍ لوبډلو سره ترسره کړه، چې یادو لوبډلو ته یې د ۱۳ او ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې توګه یې د ټورنمنټ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د پوهنتون لوبډلې د لوبغاړو محصلینو او د هغوی د روزونکو استادانو مننه وکړه، چې په یادو سیالیو کې یې خپله وړتیا وښودله او هغوی یې نظم، دسپلین او د سپورتي اخلاقو رعایتولو ته راوبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu