د ننګرهار پوهنتون پلان او پاليسۍ کمېټې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۸:۵۹
image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو او د یادې کمېټې غړو په کې برخه لرله، د پوهنتون د نوي ستراتېژیک پلان جوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د مجلس د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو ته د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون د نوي ستراتېژیک پلان جوړولو او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د تېر پلان د تطبیقي راپور برابرولو لارښوونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي د مجلس نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې د کمېټې غړو ته په کمېټه کې د فعال حضور او د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د یادو کمېټو د چارو د چټکتیا سپارښتنه وکړه.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د پلان او پالېسۍ کمېټې مشر پوهنیار عبدالهادي زماني د یادې کمېټې د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او هم یې د پوهنتون د ستراتېژیک پلان جوړولو په اړه د اجرااتو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د کاري مرکې فن) درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د محصلینو ظرفیت لوړونې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی (د کاري مرکې فن) درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

په دې ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزير د ننګرهار پوهنتون د مسؤلینو سره د ناستې ترڅنګ، تېر ماسختن مهال په دغه پوهنتون کې د مېشت لیلیه محصلانو د حال پوښتنه وکړه!

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د یاد پوهنتون مسؤلینو او علمي شورا غړو سره په ناسته کې، د ننګرهار پوهنتون تدریسي چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د مدني او جزايي دعواوو په اثبات کې د عدلي طب رول) تر عنوان لاندې روزنیز او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي فقې او قانون او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالۍ څانګو محصلینو ته د دې پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهنوال احمد شکیب زلمي له خوا د مدني او جزايي. . .

BACK TO NEWS

User account menu