ننګرهار پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې د نمانځې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۹:۴۳
image

 

په یاده مشورتي ناسته کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهنمل امین الله یوسفزي، د فرهنګي کمېټې مشر پوهنیار مبارز ځیرمن او د کرنې پوهنځي ځینو استادانو برخه لرله.

د مجلس پر مهال د پوهنتون مشرتابه د یادې ورځې د نمانځې په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د نمانځغونډې د جوړولو او همدارنګه د نوموړې ورځې په ویاړ د پاککارۍ د کمپاینونو او نورو مراسمو د تابیا په اړه یې د مجلس ګډونوالو ته اړینې لارښوونې وکړې، چې د کمېټو د مسؤلینو له خوا ورته د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu