ننګرهار پوهنتون کې د نومیالي غازي میرزمان خان څلی پرانیستل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۸:۳۵
image

 

یاد څلی، چې کوچنی تفریحي پارک هم لري، د زماني فاونډیشن په مالي مرسته د تېرو څلورو میاشتو په موده کې جوړ او نن ورځ (یکشنبه د حمل په ۲۲مه) د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا په داسې حال کې چې د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل او د زماني بنسټ مسؤلینو یې ملتیا کوله، رسماً پرانیستل شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د څلي پرانیستې مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: نومیالی او اتل غازي (لوی خان) غازي میرزمان خان د انګریزي ښکېلاک څخه د ګران هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ د بېرته ګټلو د لارې هغه سرخېل غازي دي، چې په پوره مېړانه یې د هېواد د بشپړې خپلواکۍ ګټلو په برخه کې سترې کارنامې او سرښندنې کړي او په یاده برخه کې یې برخلیک ساز رول لرلی.

نوموړي وویل: په ننګرهار پوهنتون کې د اتل غازي میرزمان خان په اړه د جوړ شوي علمي سیمینار د پرېکړه لیک سره سم د ننګرهار پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې په هلو ځلو او د زماني فاونډېشن په مالي مرسته یاد څلی جوړ شو، چې موخه یې د غازي د کارنامو یاد او د خپل تېر تاریخ او ویاړمنې ماضي سره زمونږ د ځوان نسل اشنا کول دي.

د زماني فاونډېشن مرستیال استاد محب الله اسرار او د غازي میرزمان خان د کورنۍ په استازیتوب د نومیالي غازي لمسی اردلان زماني د غونډې نور ویناوال وو، چې د اتل غازي میرزمان خان په ژوند او کارنامو یې رڼا واچوله او د ننګرهار پوهنتون څخه د مننې تر څنګ یې په راتلونکې کې په نورو علمي او رغنیزو برخو کې د پوهنتون له ادارې سره د مرستې ژمنه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مشرتابه له خوا د زماني فاونډیشن مسؤلین او د څلي او پارک د جوړولو په برخه کې د پوهنتون همکار استادان د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره تقدیر شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu