د ننګرهار پوهنتون مرکزي کفيټریا له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده وداني د پوهنتون د پرمختیایي پلان سره سم په ۴۱۶ متر مربع ځمکه کې د دوه هالونو، درې دوکانونو، یو ستر پلورنځي، عمومي اشپزخانې او نورو اړینو ملحقاتو په لرلو سره د عثمان عزیز سوداګریز شرکت له خوا د شپږو میاشتو په موده کې جوړه او د وري په ۴مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د ننګرهار د ښار جوړولو او ځمکو رئیس انجنیر محمد صادق دولتزي، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پرانیستې وینا پر مهال د پوهنتون په مرکزي کمپس کې د کفیټریا جوړېدل لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به په اړونده برخه کې د محصلینو او استادانو زیاتې ستونزې حل شي.
نوموړي د کفیټریا مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د جوړې شوې کړنلارې له مخې دې خپلو مراجعینو ته په مناسبه بیه معیاري خدمات وړاندې کړي.
د ننګرهار د ښار جوړولو او ځمکو رئیس انجنیر محمد صادق دولتزی او د پوهنتون د محصلینو په استازولۍ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصل عزت الله منصف د پروګرام نور ویناوال وو، چې د کفیټریا په ارزښت او اهمیت یې خبرې وکړې او په ننګرهار پوهنتون کې یې د هغې په پرانیسته د خوښۍ څرګندونه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مرکزي کفیټریا مسؤل ډاکتر احمدالله خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنتون د ادارې سره په همغږۍ به خپلې چارې پر مخ وړي.