د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ننګرهار پوهنتون له خوا د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې په درېیم پړاو کې د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستلو په پار د دې پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوو

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۰:۱۲
IMAGE

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ننګرهار پوهنتون له خوا د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې په درېیم پړاو کې د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستلو په پار د دې پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او د ننګرهار شریفو ولسونو ته مبارکي وویله.

د نوموړي له خوا په رالېږل شوي غږیز پیغام کې د پوهنتون په یادې بریا او لاسته راوړنې د خوښۍ څرګندونه شوې او تمه یې څرګنده کړې، چې ننګرهار پوهنتون به د خپل ژمن مشرتابه او علمي کادرونو په مرسته په راتلونکې کې نورې ورته بریاوې هم خپلې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

BACK TO NEWS

User account menu