د درسي بهیر ارزونې کمېټې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تدریسي چارو ارزونه وکړه

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۱۱
image

 

د ننګرهار پوهنتون د درسي بهیر ارزونې کمېټې غړو د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په مشرۍ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې.

په یاده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال هم په کې حضور درلود، د ټاکل شوي چک لېست له مخې د نوموړي پوهنځي تدریسي چارې وارزول شوې.

په خپل وخت د درسونو پیل، محصلینو ته په وخت سره د درسي موادو، پلانونو او کورس پالیسۍ ورکول، درسونو ته د استادانو حاضري، د محصلینو رضایت او شکایتونو ته رسیده ګي، عملي زده کړې او نور هغه څه وو، چې د درسي بهیر ارزونې کمېټې ترې لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې یاده کمېټه به له مهالوېش سره سم د پوهنتون له ټولو پوهنځیو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu