د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
انځور

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
په سيمینار کې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف د مسنونو دعاګانو د ارزښت، د مسلمان په فردي او ټولنیز ژوند یې د اغېزو، د رسول الله ﷺ له مبارکو سنتو سره یې د تړاو او په ورځنیو چارو کې د دغو دعاګانو د عملي کولو په ګټو تفصیلي بیان وکړ او معلومات یې ارایه کړل.
د نوموړي په وینا، مسنونې دعاګانې د بنده او الله تعالی ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا مهمه وسیله ده او عملي کول یې د انسان په ژوند کې د برکت، سکون، اطمینان او الهي رحمت  ترلاسه کولو لامل ګرځي. 
د دعوت او ارشاد آمر د سيمینارګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د مسنونو دعاګانو زده کړې او پرې عمل کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د نبوي سنتو د پیروۍ ترڅنګ د دنیا او آخرت نېکمرغي ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په دوامداره توګه د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو لپاره د دیني، فکري او اصلاحي پروګرامونو په جوړولو سره د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مزایدې له لارې د نارنجانو د پلور خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اداره په پام کې لري، چې د پوهنتون اړوندو باغونو د نارنجانو حاصل د مزایدې له لارې وپلوري.
هغه شرکتونه او اشخاص چې غواړي د یادو باغونو د حاصلاتو د مزایدې او داوطلبۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

BACK TO NEWS

User account menu