د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.
د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.
د دې سیالۍ په ترڅ کې ګډونوالو محصلینو د قرآن عظیم الشان مختلف آیتونه په ښکلي اواز او د تجوید له اصولو سره سم تلاوت کړل، چې د ټاکل شوي منصفه هیئت له لوري یې ارزونه وشوه.
د مسؤلینو په وینا، د یادې سیالۍ ممتاز او غوره تلاوت کوونکي محصلین به د لوړو زده کړو محترم وزارت ته معرفي شي او راتلونکي کې به هم ورته علمي برنامې او دیني سیالۍ چمتو کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
