د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
picture

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه موخه دا وه، چې محصلین پر خپلو وړتیاوو باور پیدا کړي، د جرئت او پرېکړې کولو وړتیاوې یې غښتلې شي او په ژوند کې د شته ستونزو پر وړاندې مثالي مبارزه وکړي، څو راتلونکي کې اغېزناک شخصیتونه ترې جوړ شي.

سیمینار د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې استاد پوهنمل محب الله محب له خوا ارایه شو، چې پکې پر ځان پېژندنې، پر ځان د باور موندلو طریقو، د باورمندۍ اهمیت او ګټو، پر ځان د باوري اشخاصو پرمختګونو او لاسته راوړنو، د بې ‌باورۍ زیانونو، د هغې د له منځه وړلو لارو چارو او هدف ته د رسېدو په لار کې د «نه کېږي» کلمې د له منځه وړلو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول، عملي تجربې شریکې او مثالونه وړاندې شول.

نوموړي همدارنګه محصلین وهڅول، چې په ژوند کې هر مشروع مقام ته رسېدل او لویې لاسته راوړنې ممکنې دي خو دوامداره هلې ځلې، زحمت او پر ځان باور لرل ورته اړین دي.

د سيمینار په پای کې د ګډونوالو محصلینو پوښتنې ځواب شوې او هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۷ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې ماسترۍ برنامې (اېم بي ای) څخه په ۷ مه دوره کې (۲۷) تنه علمي او مسلکي کادرونه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په همدې مناسبت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د نوې لیلیې نیمه کاره ودانۍ پاتې رغنیزې چارې پیل شوې.

د ننګرهار پوهنتون په داخلي کمپس کې د نوې لیلیې شپږ پوړیزه ودانۍ، چې چارې یې نوي سلنه ترسره شوي، پاتې کارونه یې پیل شول.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یادې رغنیزې پروژې لګښت دولس. . .

BACK TO NEWS

User account menu