د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
انځور

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو) په اړه معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت جوړ شوی و، چې د محصلانو چارو مرستیال، د یاد امریت مسؤلینو او ګڼو محصلینو په کې برخه لرله او پر مهال یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال صفي الله عربزي له خوا محصلینو ته د موضوع په اړه هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې شول.

د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد په پرانیستې وینا کې د سيمینار پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د دفاع وکالت یو حساس او مسؤلانه مسلک دی، چې له مسلکي اخلاقو پرته خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل، محصلین باید د معیاري زده کړو ترلاسه کولو وروسته د خدمت په ډګر کې صداقت، امانتدارۍ او د عدالت تأمین ته بشپړه ژمنتیا ولري او د ټولنې خلکو ته په ایماندارۍ مسلکي خدمتونه وړاندې کړي.

د سيمینار ارایه کوونکي استاد د موضوع په تشریح کې د اخلاقو تعریف، مسلکي او حقوقي اخلاق، د مدافع وکیل د اخلاقو پېژندنه، د دفاع وکالت شرایط، د مدافع وکیل اخلاقي دندې او اړوند موضوعات بیان کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۶ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

په نوموړي نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د پنځم کال وروستي سمستر محصلینو د خپلو ترسره کړو ۶۶ څېړنو پايلې د څېړنيز پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړې.

یاد نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د احتکار په اړه د عامه پوهاوي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو محصلینو ته د احتکار پېژندنې، لاملونو، دنیوي او اخروي زیانونو، مخنيوي او ټولنیزو ـ اقتصادي ستونزو په هکله معلوماتي سيمینار دایر شو.
یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته جوړ شوی ۴ ورځنی ديني او اصلاحي سيمینار پای ته ورسېد.

یاد سيمینار، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په نوښت څوارلس ګونو پوهنځیو ته جوړ شوی و، پر مهال یې د هېواد جیدو علماوو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني او اصلاحي. . .

BACK TO NEWS

User account menu