د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
picture

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو مدیریت، برښنايي کتابدارۍ زده کړې او محصلینو ته د ډیجیټلي خدماتو د اسانتیاوو په هکله یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د ورکشاپ پرانیستې وینا کې برښنايي کتابتون د اوسنۍ معاصرې اکاډمیکې نړۍ اساسي اړتیا یاده کړه، چې په مرسته به یې محصلین او کاروونکي وکولی شي، نړیوالو علمي معلوماتي سرچینو، څېړنیزو اثارو او خدماتو ته اسانه او چټک لاسرسی ومومي.
د نوموړي په خبره ننګرهار پوهنتون هوډ لري، چې د ډیجیټل علمي او څېړنیز پرمختګ پر لور مهم او چټک ګامونه واخلي او یاد جوړ شوی ورکشاپ د همدې لیدلوري یوه برخه ده.
په دې ورکشاپ کې، چې د کتابتون آمر مولوي محمد نعیم فاضل او د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر سید اجمل نقشبندي هم حضور درلود، روزونکي استاد یې حاجي نجیب الله عابد ګډونوالو ته د انلاین کتابتون په هکله د هر اړخیزو معلوماتو ورکولو سربېره ټینګار وکړ، چې کتابداران باید د ډیجیټلي کتابدارۍ پراختیا برخه کې کاملې هڅې وکړي، څو محصلینو او استادانو لپاره د علمي فعالیتونو د پرمختګ نوې دروازې پرانیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu