قراردادي خبرتیاوې!

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
انځور

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د اداري او تدریسي څانګو لپاره د اړتیا وړ (۶۷) قلمه قرطاسیه.

۲- د ننګرهار پوهنتون د اداري او تدریسي څانګو لپاره د اړتیا وړ (۵۹) قلمه تنظیفاتي مواد.

۳- د تدریسي روغتون لپاره د اړتیا وړ اکسیجن، لابراتواري او راډیولوژي مواد.

۴- د پوهنتون د نقلیه وسایطو او جنراتورونو لپاره د اړتیا وړ(۴۰،۰۰۰) لیتره ډیزل، (۲۳،۵۰۰) لیتره پټرول او (۲۱) قلمه روغنیات.

په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي، چې د داوطلبۍ شرطپاڼه د ننګرهار پوهنتون تدارکاتو امریت څخه چې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه، کابل – جلال اباد لویې لارې درونټې سیمه کې موقعیت لري ترلاسه کړي.

ټول داوطلب شرکتونه باید د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې خپل وړاندیز (آفر) د شرطپاڼې، تدارکاتو قانون او نافذو طرزالعملونو له شرایطو سره سم مهر او بند (سربسته) د ننګرهار پوهنتون د تدارکاتو امریت ته وسپاري.

یادښت:

- د وړاندیزونو (آفرونو) د پرانیستې غونډه به د اعلان خپرېدو له نېټې وروسته په یوولسمه (۱۱مه) کاري ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام د غونډو په تالار کې ترسره شي.

- هغه وړاندیزونه (آفرونه) چې له ټاکلې نېټې وروسته ورسېږي یا د انټرنېټ له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د سیرت النبي ﷺ درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت د نصاب له مخې د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دې امریت د مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب له خوا د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک سیرت د تدریس لړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۵:۴۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۰ کادري بستونو لپاره له ۸۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، غزني، اشنا، میهن، زاول او افغان سویس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د طب، ستوماتولوژي، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او عامه ادارې پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS

User account menu