د ننګرهار پوهنتون رئیس په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه د نظم و شفافیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۳۳
picture

شیخ انعام الله مدني د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه او په ازموینو کې د انضباط، شفافیت او ټاکلو معیارونو رعایت اړوند یې مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د صنحو مسؤل استادان باید محصلینو سره په چلند کې بې طرفه وي، د صحنو نظم ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او ازموینې په ټاکلي وخت پیل او پای ته ورسوي.
په صحنو کې مؤظفو ممتحنو او ممایزو استادانو د پوهنتون رئیس ته ډاډ ورکړ، چې سپارښتنې به یې عملي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځي فوق لیسانس برنامو له روان تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني تېره ورځ مازدیګر مهال د شرعیاتو پوهنځي ماسترۍ او دکتورا برنامو روان تدریسي بهیر له نږدې وڅاره او د مسؤلینو او محصلینو ستونزو اورېدو سربېره یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي محصلینو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو درې ګونو څانګو لسګونو تنو محصلینو ته د دې پوهنځي د استاد او څېړنو کمېټې مسؤل پوهندوی احمد سعید شینواري له خوا د لوړو زده. . .

BACK TO NEWS

User account menu