د ننګرهار پوهنتون له خوا د ټولنیزو علومو په برخه کې نوي پرانیستل شوي نړیوال ژورنال (NUSSJ) د نړیوال معیار سریال نمبر ترلاسه کړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۹
picture

د نړیوال معیار سریال نمبر یا (International Standard Serial Number) یوه نړیواله او معیاري وسیله ده، چې د علمي مجلو او خپرونو په ارزښت، اهمیت، ترتیب، پېژندنه، معیاریتوب او لاسرسي کې مهم رول لري. 
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د ټولنیزو علومو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون له خوا نوي ایجاد شوي ژورنال تر دې وړاندې د ( DOI ،Cross ref او ګوګل سکالر) ادارو نمبر او غړیتوب ترلاسه کړي وو.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح یاده چاره د پوهنتون او لوړو زده کړو سرتاسري کورنۍ لپاره ستره بریا او لاسته راوړنه وبلله او له کبله یې ټولو څېړونکو او استادانو ته مبارکي وویله.
څېړونکي او استادان کولی شي، د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ میاشت تر۲۰ مې نېټې پورې د ټولنیزو علومو په برخه کې خپلې علمي او څېړنیزې مقالې په ویب سایټ کې د ذکر شوي ایمیل ادرس له لارې په یاد ژورنال کې د نشر په موخه راولېږي.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال سربېره د بایو ساینس په برخه کې هم (NUIJB) نړیوال ژورنال لري، چې په معیار پوره علمي او څېړنیزې مقالې نشروي.

picture

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu