د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې ورکشاپ دایر شو. یاد ورکشاپ ددې پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې مدیریت له لوري د ساینس پوهنځي د غونډو په تالار کې شاوخوا ۵۰ تنو مدیرانو ته دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۰
picture

د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر قاري  جمیل مُحسن د یاد ورکشاپ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او پلان یې د وخت او سرچینو څخه د اغېزمنې استفادې او ټاکلو اداري موخو ته د رسېدو لپاره اساس وباله.
نوموړي راتلونکي کې د کارکوونکو د پوهې او کاري وړتیاوو لوړاوي په موخه  د مؤثره برنامو د جوړولو ژمنه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ورکشاپ له موادو څخه په استفادې غوره پلان ګذاري وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت عمومي مدیر بختي مولا سیدي د سيمينار د ارایې پر مهال د پلان جوړونې اساسي مفاهم، د پلان ډولونه، د پلان جوړونې پروسه، د پلان جوړونې مېتودونه، د جوړ شوي پلان تطبیق او تعقیب او د پلان ګټې تشریح او په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو باندې د پلان جوړونې اړوند عملي کار او تمرینونه ترسره شول او د هغوی پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu