د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۵:۱۷
picture

د یاد مجلس پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو او د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو حضور درلود، د پوهنتون د نوي ستراتېژیک پلان د تائیدۍ، د یاد پلان د ربعه وارې ارزونې، عملیاتي پلانونو چاپولو او د کمېټې د دایمي ناسوب غړیو په هکله بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د ستراتېژیک پلان په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د هغې سم تطبیق یې د یوې ادارې لپاره د ټاکلو موخو په ترلاسه کولو کې اساس وباله.
د پوهنتون رئیس دغه راز د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو د هڅو مننه وکړه، د چارو په مؤثریت کې یې همغږي اړینه وبلله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پلانونو په پلي کولو باندې زیات تمرکز وکړي تر څو پوهنتون د خپلو ټاکلو اهدافو په ترلاسه کولو کې بریالی شي. 
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د خپلې وینا پر مهال د ستراتېژیک پلان په پلي کولو کې د کمېټې له غړو سره د پوهنتون د ټولو څانګو او کارکوونکو د همکاریو او ګډو هڅو په اړتیا خبرې وکړې او د پلان د اغېزمنتیا د تضمین په موخه یې په دوامداره توګه نظارت کولو باندې ټینګار وکړ.
د غونډې  پر مهال د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې مشر پوهنمل عبدالهادي زماني د خپلو تېرو کړنو راپور د پوهنتون له مشرتابه سره شریک کړ.
د غونډې په پای کې پر یو لړ متفرقه موضوعاتو باندې د بحث کولو سربېره د پوهنتون اوږدمهاله پرمختګ، اکاډمیکو، تدریسي او اداري برخو کې د ښه والي رامنځ ته کېدو په اړه نظریات او مشورې شریکې شوې.
سرچینه : د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu